کاربر:Hotak Menawall

از ویکی‌پدیا، دانشنامهٔ آزاد

په که پر

د پښتو ژبي دځينو لهجو لیکښونکي د ((په)) او ((پر)) دسربل کارونو ته خیال نه ساتي نا خبره له دې چي څونه ربړي(ستونزي) رامابينځ ته کوي،او د ويونکي د ناسمي اخیستني سبب ګرځي. چي په دغو لهجو کي  (په خپل ژوند يې وکاږم) (پر خپل ژوند يې کاږم) نسي سره جلا کېدای حال دا چي دا هره ووې(جمله) ځانته جلا جلا مانا لري.

په خپل ژوند يې وکاږم: مانا دا چي په ژوندون يې وليکم.

پر خپل ژوند يې وکاږم : مانا دا چي پر خپل ژوندون يې وليکم.

د پوهاند زيار صاحب په عقيده له کندهارۍ او تاريخي ادبي پښتو پرته نورډېری ګړدودونه ((په ))او ((پر)) سره ګډوي. حقيت هم داغه خبر ده چي د کندهاريانو نالوستی کس (په خره سپور) هيڅکله هم نه وايي. په داسي حال کي چي دغسي د ((په) دسربل کاروني په نورو لهجو کي معياري دي.

د ((په)) او ((پر ))سربل کاروني: ((په)) او ((پر)) هر یو ځانته د کاروني ځایونه لري. که چېري ورته خیال ونه ساتل سي نو د ناسمي مانا اخيستني سبب به سي . نن مي یو نثر وایه چي په یوه برخه کې داسي راغلي وه ((زه يې په زړه وویشتم))د نثر څخه دا برېښي ښايي چي د لیکښونکي مراد به  دا يي چي پر زړه يې په کم شي باندي وویشتم خو د ((پر)) دسربل پر ځای يې د ((په))د سربل په کارولو سره مانا وراړولې ده. چي ښايي د دې نثر ویونکی به دا مرادځني واخي(واخلي) چي کم چا زړه اخيستی او د زړه په وسیله یا واسطه باندي يې دی ويشتلی دئ.

داغسي نوري ووي(جملې) لکه:

خپل په ژوند يې وويل: مانا دا چي مخکي د مرګه يې وویل، خو که چيري د ((په)) سربل  په

((پر ))بدل سي خپل پر ژوند يې وویل:مانا دا چي خپل د ژوند په باب يې وویل ،مراد ځني اخيستل کېږي. 

یا هم لکه: (په تا به يې راوړم) او ( پر تا به يې راوړم) ووي

په تا به يې راوړم: دا مانا چي ستا دمټ په زور يا په واسطه به يې راوړم.

پر تا به يې راوړم: مانا دا چي پر تا به يې سربېره بار کړم،او ته به يې راته راوړې.

(ناسم) پر لشته يې ووهئ. (سم)په لښته يې ووهئ.   

 (ناسم) د پخوا پر څېر (سم) دپخوا په څېر

 (ناسم)په ګل آغا شېرزي ځانمرګی بريد شوی. (سم) پر ګل آغا شېرزي ځانمرګی بريد شوی.

(ناسم)د قلم پر ژبه تر موږ رارسولي دي. (سم) دقلم په ژبه تر موږ رارسولي دي.

(ناسم) پر لاندينیو ژبو خبري کوم او ليکونه يې هم لوستلای شم. (سم) په لاندنیو ژبو خبري کوم او ليکونه يې هم لوستلای شم.

نو د ((په)) او ((پر)) دسربل کارولو ته باید ډېر خيال وساتو او هر یو پر خپل ځای وکاروو تر څو ویونکی په ایهام کي وانه چوو.

 ((په)) او ((پر)) ډېری د ختيځي لهجي ليکښونکي نه مراعات کوي، خو ناخبره د دې چي د ده د نثر 

ویونکي ته څونه ربړه رامابینځ ته کوي.خو د  یوه سربل په بدلولو سره بیخي د ووي درسته مانا اوړي .

که چيري هر یو سربل خپل پر ځای ونه کارول سي نو ویونکی به تل په ایهام کي وي او د دوو ماناوو تر مابینځ مخته غر او شاته پړانګ به پاته يي .

چي دا د ويونکي زړه نيسي او هيڅ ویونکی داسي ربړيني لیکي یا لیکښني نه وايي او نه هم خپل وخت پر ضایع کوي ،چي دا ده لیکوالی د مخي دیوه لیکښونکي غټه کمزوري بللی سو .

هوتک مینه وال

د مزار شریف ښار

۱۳۹۵ل د جدي ۱۵

________________________________________

'''

# مورد فهرست شماره‌ای