پرش به محتوا

کاربر:Fahim ullah kamal

از ویکی‌پدیا، دانشنامهٔ آزاد

اسلام په هندوستان کي

لیکوال:فهیم الله کمال

هندوستان د نادرو او جالبو هیواد دی، د نفوس په زیاتیدو کي خورا شهرت لري، دې هیواد کي لسګونه ژبي، سلګونه لهجي، باطل خدایان او مذهبونه وجود لري. ددې هیواد یو ستر دین اسلام دی، دا دین د اوومي میلادي پیړی په اولو کي   ودې هیواد ته ورسیدی، په دې هیواد کي په ۲۰۱۱ کال کي ۱۷۲ ملیونه مسلمانان وه او اوس څه دپاسه ۲۱۷ میلیونه دي چي د هند هیواد د ټول نفوس ۱۴ سلنه جوړوي، د هندوستان ټایمز د ویب پاڼي د ۲۰۱۵ کال د اپریل د راپور پر اساس به په ۲۰۵۰ کال کي هندوستان د ترټولو زیاتو مسلمانانو درلودونکی هیواد وي چي د مسلمانانو شمېر به ئې ۳۱۰ میلونه ته ورسیږي چي ۷۷ سلنه به هندو مذهب او ۱۸ سلنه به مسلمانان وي. ان شاء الله

د نړۍ ترټولو ستره مدرسه، د مسلمانانو افتخار، د تکړه علماوو روزونکې او د ټولو مدرسو مور یعني ام المدارس دیوبند دارالعلوم هم پدې هیواد کي موقیعت لري؛ دیوبند هغه مدرسه ده چي د سلګونو کلنو راهیسي یې د دین د ساتني زمه داري پر غاړه اخیستي ده، نورو ادیانو، باطلو ډلو، مغریضو سړیو او پروژه یانو ته یې غاښ ماتوونکي ځوابونه، نه هیریدونکي ماتي او سخت دلایل پیش کړي. سلګونه کتابونه یې ټولني ته وړاندي کړي او زرګونه روزل سوي حنفي علما، روحانیېن، مولویان او طلبأ یې ددین د خذمت لپاره چمتوکړي. د بیلګي په ډول شیخ الهند مولانا محمود الحسن دیوبندي، شیخ الاسلام شبیر احمد عثماني، مولانا اشرف علي تهانوي، مفسر القران مفتي محمد شفیع عثماني او نور.

په ۱۸۶۶ میلادي کال کي د هندوستان د اتراپرادېش ایالت د دیوبند پر مځکه د اسلامي زده کړو لپاره د دارالعلوم ديوبند مدرسې د تأسیس ډبره په چهته مسجد کي کښېښودل سوه . په شروع کي نه ددې مدرسي لپاره کوم خاص تعمیر وو او نه کومه بدیجه بلکي یو استاد او یو شاګرد د انارو تر درختي لاندي په خاشو کي سره کښېنستل او د مدرسي د جوړیدو تکل ئې وکړ.

د تېري يوې پيړۍ راهيسي ئې داسي علماء روزلي دي، چي له یوه اړخه يې د علم او تحقیق په میدان کي د کامیابۍ بیرغ جګ کړئ او له بله اړخه یې د جهد او عمل، سیرت او کردار، عبادت او زهد، اخلاص او تقوا ئې داسي نادره مثالونه وړاندي کړي دي، چي د هغو نمونه په نژدې زمانه کي په مشکل سره لیدل کیږي.د دیوبند مدرسې د تاسيس د ورځي څخه بيا تر اوسه پوري د عامو مسلمانانو د خيراتو او صدقاتو پرته د حکومت يوه پيسه هم نه ده اخيستې، ځکه چي دا د دارالعلوم ديوبند د اصولو لومړنۍ ماده ده.

د ديوبند علماء کرامو چي د اخلاص او اللهي بيري پر اساس د مدرسې لپاره کوم اصول ټاکلي دي؛ ديوبند تر اوسه پر هم هغو اصولو روانه ده يعني په ديني احکامو کي د وخت او حالاتو په بهانه د تحريف او بدلون څخه په پوره توګه پر هېزکوي او د سلفو صالحینو پر قدم روان دي.

هندوستان هغه هیواد دی چي د دیموکراسی او سیکولریزم په ټینګه ادعا کوي، خو بیا هم هلته د اسلام دین او مسلمانان نه دي په امن. یو لامل ئې د ګاونډي هیواد د مسلمانانو تروریستي حملي هم دي چي د هند حکومت ئې پر مسلمانانو بې باوره کړی.

چي ښه بیلګه ئې موږ د بمبی په ښار کي پر تاج محل هوټل او د ښار په نورو سیمو  حمله یادولای سو،  چي  د ۲۰۰۸ میلادي کال د نومبر پر ۲۶ پيښه سوه. پدې حمله کي ۱۶۶ کسان مړه او په سلګونو نور ژوبل سول.

ددې پیښي څخه وروسته مسلمانانو ته د تروریستانو په سترګه کتل کیږي، په ځني ښارو کي د شپي ناوخته مسلمانانو ته هوټل کي ځای نه ورکوي یا یې ټکسي موټر تر کومه ځایه پوري نه رسوي. خو تر ډیره ځایه پوري بیا هم نسبت نورو غیرمسلمانو هیوادو ته هند د مسلمانانو سره په چلند کي ښه دی.

مګر په عوامو کي بیا داسي افراطیان سته چي د اسلام سره سختي کوي، رنګا رنګ تورونه پوري تړي او د اسلام سپکاوی کوي چي ښه مثال یې هغه بله ورځ د اخلاق احمد شهیدول وه؛ پنځوس کلن  اخلاق احمد د " غوا وژغوری " د تنظیم د افراطیانو لخوا ځکه سخت ووهل سو چي ګواکي دده په کور کي د غوا غوښي وي، او په شهادت ورسیدی. که څه هم د کورنۍ غړو اسرار کاوه چي غوښي د پسه دي خو هغوی ورباندي غوږ نه نیوی او لابراتوار ته تر وړلو وروسته معلومه سوه چي غوښي د رښتیا د پسه وي. داسي ویډیو ګاني هم ولیدل سوي چي یو کس د غوا عبادت ته مجبوره کیږي، یوازي په دې جرم چي غواوي ئې خرڅولي او رانیولي.

د ﻓﺮﺍﻧﺴﻮﻱ ﺍﺩﺏ ﻳﻮﻩ ﻣﺸﻬﻮﺭﻩ قصه

ﮊﺑﺎړﻩ : ﺣﻤﺪﷲ ﺣﻠﻤﻴﺎﺭ

د ﻓﺮﺍﻧﺴﻮﻱ ﺍﺩﺏ ﻳﻮﻩ ﻣﺸﻬﻮﺭﻩ ﺍﻭ رښتنې قصه ﭼﻲ ډﻳﺮﻩ ﻣﻮﺩﻩ ﭘﺨﻮﺍ ﭘﻪ ﭘﺎﺭﻳﺲ ﮐﻲ ﻭﺍﻗﻊ ﺷﻮﯤ ﺩﻩ.

ﺩ قصې ﮐﺮﮐﺘﺮﺍﻥ (ﺻﻮﻓﻲ) ﺍﻭ (ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ) ﺩﻱ، ﺻﻮﻓﻲ ﻳﻮﻩ ﭘﻴﻐﻠﻪ ﻭﻩ، ﭼﻲ ﻟﻪ ﭘﺎﺭﻳﺲ څخه ﻟﻴﺮﻱ ﭘﻪ ﻳﻮﻩ ښارګوټي ﮐﻲ ﺍﻭﺳﻴﺪﻟﻪ، ﭘﻪ ورځپاڼو ﺍﻭ ﺟﺮﻳﺪﻭ ﮐﻲ ﺑﻪ د ﺻﻮﻓﻲ ﻟﻴﮑﻨﯥ ﻧﺸﺮﻳﺪﯤ ﺍﻭ خلګو ﻳﻲ ﻟﻪ ﻟﻴﮑﻮﺍلۍ ﺳﺮﻩ ﺧﺎﺻﻪ ﻋﻼﻗﻪ ﺩﺭﻟﻮﺩﻩ.

ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ ﻳﻮ ﺗﺎﻧﺪ ﺯﻟﻤﯽ ﻭﻭ ﭼﻲ ﭘﻪ ﻫﻤﺪﯤ ښارګوټي ﮐﻲ ﻳﻲ ﮊﻭﻧﺪ ﮐﺎﻭﻭ، ﻳﻮ ښه ﺭﺳﺎﻡ ﺍﻭ ﻟﻪ ﺭﺳﺎﻣﻲ ﺳﺮﻩ ﺯﻳﺎﺗﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﺩﺭﻟﻮﺩﻩ، ﻳﻮﻩ ﻭﺭځ د ښار ﭘﻪ ﻗﻬﻮﻩ ﺧﺎﻧﻪ ﮐﻲ ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ ﻟﻪ ﺻﻮﻓﻲ ﺳﺮﻩ ﻭﻟﻴﺪﻝ، ﺩﻭﻱ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړۍ ﻟﻴﺪﻧﻪ ﮐﻲ یو بل خوښ شوي وه.

ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ د ﺩﻭﯼ ﺩﻭﺍړﻭ ﻭﺍﺩﻩ ﻭﺷﻮ، ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ ﺍﻭ ﺻﻮﻓﻲ ﺩﻭﺍړﻭ ﻳﻮ ﺍﺭﻣﺎﻥ ﺩﺭﻟﻮﺩ، ﺩﻭﯼ غوښتل ﭼﻲ ﭘﺨﭙﻠﻮ ﻓﻨﻮ ﮐﻲ ځانګړي ﺷﻬﺮﺕ ﺍﻭ ﻣﻘﺎﻡ ﺗﺮ ﻻﺳﻪ ﮐړﻱ. ﺩﻭﻱ ﺩﻭﺍړو ﻭﭘﺘﻴﻴﻠﻪ ﭼﻲ ﺩ ﺧﭙﻠﻮ ﻫﻴﻠﻮ د ﺗﺮﺳﺮﻩ ﮐﻴﺪﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﭘﺎﺭﻳﺲ ﺗﻪ ولاړ ﺷﻲ.

ﺩﻭﯼ ﺩﻭﺍړﻭ ﺧﭙﻠﻪ ﺧﭙﻠﻪ ﺑﺮﺧﻪ ټوله ﺷﺘﻤﻨﻲ، ﻟﻪ ځان ﺳﺮﻩ ﭘﺎﺭﻳﺲ ﺗﻪ ﻳﻮﻭړﻩ، ﻫﻠﺘﻪ ﻳﻲ د ﺍﻭﺳﻴﺪﻟﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻳﻮ ښایسته ﮐﻮﺭ ﻭﭘﻴﺮﻟﻮ، ﺍﻭ ښه ﺍﺭﺍﻡ ﺍﻭ ﺧﻮﺷﺎﻟﻪ ﮊﻭﻧﺪ ﻳﻲ ﭘﻴﻞ ﮐړ.

ﻳﻮﻩ ﺷﭙﻪ ﭼﻲ ﺩ ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ ﺍﻭ ﺻﻮﻓﻲ د ﻭﺍﺩﻩ ﮐﺎﻟﻴﺰﻩ ﻭﻩ، ﻧﻮ ﻳﻮه ﻟﻮﻳﻪ ﺍﻭ ښکلې ﭘﺎﺭټۍ ﻳﻲ ﺟﻮړﻩ ﮐړﻩ، ﺧﭙﻞ ﻧﮋﺩﯼ ﺩﻭﺳﺘﺎﻥ ﺍﻭ ګاونډیان ﻳﻲ ﻫﻢ راغوښتي ﻭﻭ.

ﺻﻮﻓﻲ د ﺧﭙﻞ ګاونډ ﻟﻪ ﻳﻮﯤ ﺑډﺍﻳﻲ ﺍﻭ ﺷﺮﻳﻔﻲ ﻣﻴﺮﻣﻨﻲ څخه (ﭼﻲ ﺩﯤ ﻟﻪ ﺗﻴﺮ ﻳﻮﻩ ﮐﺎﻝ ﺭﺍﻫﻴﺴﻲ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﭘﻴﮋﻧﺪﻝ) د ﻫﻐﯥ ﺩ ﻟﺆﻟﺆ (ملغلرو) ګران ﺑﻴﻪ ﻫﺎﺭ د ﻳﻮﯤ ﺷﭙﯥ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺍﻣﺎﻧﺖ ور څخه وغوښتی، ﺑډﺍﻳﻲ ښځي ﻫﻢ ﭘﻪ ﻭﺭﻳﻦ ﺗﻨﺪي ﺩﺩﯤ ﻫﻴﻠﻪ ﻭﻣﻨﻠﻪ ﺍﻭ ﻫﺎﺭ ﻳﻲ ﻭﺭﮐړ.

ﺻﻮﻓﻲ ﺩﻏﻪ ﭘﺎﺭټۍ ﭘﻪ ډﻳﺮه ﺧﻮﺷﺎلۍ ﻭﻟﻤﺎنځله، ﺳﻬﺎﺭ ﭼﻲ ﺧﻠګ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﮐﻮﺭﻭﻧﻮ ﺗﻪ ﺳﺘﺎﻧﻪ ﺷﻮﻝ، صوفي ﻭﻟﻴﺪﻝ ﭼﻲ د ګاونډي ښځي ﺍﻣﺎﻧﺖ ﻫﺎﺭ ﻳﻲ  ﻟﻪ ﻏﺎړﯤ ﻟﻮﻳﺪﻟﯽ ﺍﻭ ﻭﺭﮎ ﺷﻮﯼ ﺩی، ﺻﻮﻓﻲ ډﻳﺮﻩ ﻏﻤﺠﻨﻪ ﺷﻮﻩ، ﺍﻭ ﭘﻪ ﮊړﺍ ﮊړﺍ ﻳﻲ ﺧﭙﻞ ﺧﺎﻭﻧﺪ ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ ﻫﻢ ﺧﺒﺮ ﮐړ...

ﺩﻭﯼ ﺑﺎﻳﺪ ﻫﺎﺭ ﺑﻴﺮﺗﻪ د ګاونډي ﺷﺮﻳﻔﻲ ﻣﻴﺮﻣﻨﻲ ﺗﻪ ﻭﺭﮐړﯼ ﻭﺍﯼ، ﺧﻮ ﻫﺎﺭ ﻭﺭﮎ ﺷﻮﯼ ﻭﻭ، ﺩﻭﺍړﻩ ﺳﺨﺖ ﭘﺮﻳﺸﺎﻧﻪ ﺷﻮﻝ، بالاخره ﻳﻲ ﺩﺍ ﻭﭘﺘﻴﻠﻪ ﭼﻲ ﺩﻏﻪ ﻫﺎﺭ ﺗﻪ ﻭﺭﺗﻪ ﺑﻞ ﻗﻴﻤﺘﻲ ﻫﺎﺭ ﺑﻪ ﻭﺭﺗﻪ ﺍﺧﻠﻲ ﺍﻭ ﺍﻣﺎﻧﺖ ﺑﻪ ﺧﺎﻭﻧﺪ ﺗﻪ ﺳﭙﺎﺭي.

ﺩﻭﯼ ﺩﺍ ﮐﺎر ﻭﮐړ، ﺧﻮ د ﻫﺎﺭ ﻗﻴﻤﺖ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﺯﻳﺎﺕ ﻭﻭ ﭼﻲ ﺩﻭﯼ ﺩﻭﺍړﻭ ﺧﭙﻞ ټول ﺷﺘﻪ ﻟﻪ ﻻﺳﻪ ﻭﺭﮐړﻝ، د ﺧﭙﻞ ښایسته ﮐﻮﺭ ﭘﻠوﺭﻟﻮ ﺗﻪ ﻣﺠﺒﻮﺭ ﺷﻮﻝ، ﺩﻭﯼ ﻟﻪ ﺑﺎﻧﮏ څخه د ډﻳﺮ ﺯﻳﺎﺕ ﺳﻮﺩ ﭘﻪ ﺑﺪﻝ ﮐﯽ ﻗﺮﺿﻮﻧﻪ ﻭﺍﺧﻴﺴﺘﻞ، ﺧﻮ د ﻣﻴﺮﻣﻨﯥ ﻫﺎﺭ ﻳﻲ ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻭﺭ ﻭﺳﭙﺎﺭﻟﻮ.

ﺩﻭﯼ ﺍﻭﺱ لیکوالۍ ﺍﻭ رسامۍ ﺗﻪ وزګار ﻧﻪ ﻭﻭ،  ﺩﻭﯼ ﻟﻪ ډﻳﺮﻭ ﺷﺎﻗﻪ ﺍﻭ ﺳﺨﺘﻮ ﮐﺎﺭﻭﻧﻮ څخه ﻫﻢ ﻣﺦ ﻧﻪ ﺍړﺍﻭﻭ، ﺑﺎﺗﺮﻳﮏ د ﺳﻤﻨﺪﺭ ﭘﺮ ﺳﺎﺣﻞ ﻟﻪ کیښتیو څخه ﺩﺭﺍﻧﺪﻩ ﺑﺎﺭﻭﻧﻪ ﺭﺍ ﮐﻮﺯﻭﻝ ﺍﻭ ﺻﻮﻓﻲ ﭘﻪ ﻳﻮﻩ ﮐﻮﺭ ﮐﻲ ﻣﺰﺩﻭﺭﻩ ﻭﻩ. ﭘﻪ ﺩﯤ ﮐﻲ پنځلس ﮐﺎﻟﻪ ﺗﻴﺮ ﺷﻮﻝ، ﭘﻪ ﺩﯤ ﻣﻮﺩﻩ ﮐﻲ ﭘﺮ ﺩﻭﯼ ځواني ﻋﺒﺚ ﺗﻴﺮﻩ ﺷﻮې ﻭﻩ ﺍﻭ ﺍﺭﻣﺎﻧﻮﻧﻪ ﻳﻲ ﻭﮊﻝ ﺷﻮي ﻭﻭ. ﻳﻮﻩ ﻭﺭځ ﺻﻮﻓﻲ ﻟﻪ ﺑﺎﺯﺍﺭﻩ د ﻫﻐﻪ ﮐﻮﺭ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﭼﻲ ﺩﺍ ﭘﮑﻲ ﻣﺰﺩﻭﺭﻩ ﻭﻩ ﺳﻮﺩﺍ اخیسته، ناڅاپه ﻳﻲ ﺧﭙﻠﻪ ﭘﺨﻮﺍنۍ ﺑډﺍﻳﻪ ګاونډۍ ﻭﻟﻴﺪﻟﻪ، ګاونډۍ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﻱ ځل ﺻﻮﻓﻲ ﻭﭘﻴﮋﻧﺪﻟﻪ، ﻭﺭﻏﺎړﻳﻮﺗﻪ ﺍﻭ ﭘﻪ ﻣﻴﻨﻪ ﻳﻲ ﺭﻭﻏﺒړ ﻭﺭﺳﺮﻩ ﻭﮐړ، ﺻﻮﻓﻲ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ: ﻋﺠﻴﺒﻪ ﺩﻩ ﻟﻪ ﺩﻭﻣﺮﻩ ډﻳﺮي ﻣﻮﺩﯤ ﺭﺍﻫﻴﺴﻲ ﺩﻱ ﻻ ﻧﻪ ﻳﻢ ﻫﻴﺮﻩ ﮐړﯤ؟!!!

ﻣﻴﺮﻣﻨﯥ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ: ﻭﻟﻲ ﻧﻪ؟ ﺗﻪ ﺑﻪ ﻣﻲ څنګه ﻫﻴﺮﻳږﻱ؟!!

ﺧﻮ ﺩﺍﺳﻲ ﭘﻪ ﺑﺪ ﺣﺎﻝ ﻭﻟﯥ ﻳﯥ؟ څه ﺩﺭﭘﻴښ ﺷﻮﻱ ﺩﻱ؟  ﺍﻭ ﻭﻟﻲ ﻳﻮ ناڅاپه ﺗﺮﻱ ﺗﻢ ﺷﻮﺉ؟!

ﺻﻮﻓﻲ ﻭﺭﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ: ﺁﻏﻠﯥ! ﮐﻪ ﺳﺘﺎ ﻳﺎﺩ ﻭﻱ ﺯﻣﺎ د ﮐﻟﻴﺰﻱ ﭘﻪ ﭘﺎﺭټۍ ﮐﻲ ﭼﻲ ﻣﺎ ﻟﻪ تا څخه ﻗﻴﻤﺘﻲ ﻫﺎﺭ ﺍﻣﺎﻧﺖ ﺍﺧﻴﺴﺘﯽ ﻭﻭ، ﻫﻐﻪ ﻟﻪ ﻣﺎ څخه ﻭﺭﮎ ﺷﻮ، ﻧﻮ ﻣﻮږ ﻣﺠﺒﻮﺭﻩ ﺷﻮﻭ ﭼﻲ ﭘﻪ ﺑﺎﺯﺍﺭ ﮐﻲ ﮐټ ﻣټ ﺳﺘﺎ د ﻫﺎﺭ ﭘﻪ څېر ﺑﻞ ﻫﺎﺭ ﺩﺭﺗﻪ ﻭﺍﺧﻠﻮ ﺧﻮ ﻫﺎﺭ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﻗﻴﻤﺘﻲ ﻭﻭ ﭼﻲ ﺗﺮ ﻧﻨﻪ ﭘﻮﺭﯤ ﻳﯥ ﻣﻮږ ﻗﻴﻤﺖ ﺍﺩﺍ ﻧﺸﻮ ﮐړﺍﯼ!!!

ﻣﻴﺮﻣﻨﯥ ﭘﻪ ﺯﻭﺭه ﺗﻨﺪﯼ وټکاوه: ﺍﻓﻔﻔﻔﻒ ﺧﺪﺍﻳﻪ ﺩا څه ﺍﻭﺭﻡ!!!

ﺗﺎﺳﻮ ﻭﻟﻲ ﺩﺍﺳﻲ ﮐﻭﻝ؟!

ﺯﻣﺎ ﻫﻐﻪ ﻫﺎﺭ ﺧﻮ ﮐﻢ ﺍﺻﻞ ﻭﻭ، ﻳﻮﺍﺯﻱ پنځه ﻓﺮﺍﻧﮑﻪ ﺑﻴﻪ ﻳﻲ ﺩﺭﻟﻮﺩﻩ...

پند: نفساني خواهشات هم انسان کوم ځای ته رسوي؟!

 هند
هند

fahim ullah kamal[۱]

  1. «اسلام په ندوستان کی». فهیم. ۲۰۱۸. doi:ب مقدار |doi= را بررسی کنید (کمک). تاریخ وارد شده در |تاریخ بازدید= را بررسی کنید (کمک); پارامتر |تاریخ بازیابی= نیاز به وارد کردن |پیوند= دارد (کمک)