پرش به محتوا

کاربر:Ahmad Wali Barakzai

از ویکی‌پدیا، دانشنامهٔ آزاد

ابو ریحان البیروني:

ابو ريحان محمد بن احمد بيروني خوارزمي د اسلام او نړۍ په تاريخ، تمدن او فلسفه کې يو مشهور نوم دی. د هغه لقب او نوم په عربي کې د "ابو ریحان البیروني الخوارزمي" په نوم ثبت شوی. د اروپا لاتیني ژب پوهانو لخوا "البیرون" او د نننۍ نړۍ علم پوهانو په نزد "البیرونی" یادیږي. د "بیروني" کلمه چې په عربي متنونو کې د "البیروني" په نوم ثبت شوې ده د خوارزم پخوانیو خلکو د هغه چا لپاره کاروله چې د ولایت له پلازمینې څخه به بهر وو.

ابو ريحان البيروني د هجري کال د څلورمې او پنځمې هجري پيړۍ يو مشهور ساينس پوه او رياضي پوه، ستور پېژندونکی، ارواپوه، انتروپولوجست، هندپوه، مورخ، تاريخ ليکونکی او طبيعي پوه وو. البیروني یو له سترو مسلمانو عالمانو او ژبه ورو سترو پوهانو څخه ګڼل کېږي. همدارنګه هغه د انتروپولوژي او اندولوژي پلار ګڼل کېږي. البیروني په ​​خوارزمي، دري (فارسي)، هندي، عربي او سنسکرت ژبو روانې خبرې او څېړنې کولې او د لرغونو یوناني، توراتي، عبراني او سریاني ژبو سره بلد وو. البیروني د مختلفو هېوادونو د خلکو د عقایدو په لیکلو کې یو بې طرفه لیکوال وو، د نوموړي د پام وړ څېړنو له امله په اسلامي تاریخ کې د ماسټر په توګه پیژندل کېږي.

البيروني چې په يوناني، هندي او عربي ژبو باندې یې تسلط درلود ډېر کتابونه او اثار يې ليکلي، چې شمېر يې له ١٤٦ څخه زيات ښودل شوي دي، د ليکونو شمېر يې د ۶۵ کالو په عمر کې له ١٣ زرو څخه زيات ښودل شوی دي، داسې ویل کېږي چې د نوموړي اثار تر ۶۵ ام کال پوري ښودل شوي دي.

د هغه مهم اثار په نجوم او ریاضیاتو کې التنجیم، په تاریخ او جغرافیه کې د البقیه اثار، د مسعودي قانون چې یو ډول انساني علم پوهنه ده او د مالهند څیړنیز کتاب چې د ځمکې د وضعیت په اړه له تاریخ او جغرافیې څخه پکې څیړنې او بحث شوی دی. البيروني د خپل وخت د غزنوي واکمن سلطان مسعود په نوم خپل علمي کتاب وقف کړ، سلطان مسعود ورته د ډالۍ په ډول درې د سپينو زرو اوښان وقف کړل، خو ابو ریحان البیروني ونه منل او ورته يې وليکل چې دا کتاب يې د علم د خدمت او خپراوي لپاره ليکلی دی، نه د پیسو او مال لپاره.

ابو ریحان البیرونی د جامد وزن د اندازه کولو او په مرکباتو کې د سرو زرو او سپینو زرو مقدار ټاکلو لپاره ترازو ( تله) ایجاد کړه، چې بیا وروسته د ډېرو اجناسو د اندازه کولو لپاره ترې کار اخیستل کېده، همدا شان د کثافاتو میټر د هغه یو له نورو اختراعاتو څخه دي.

د ابو ریحان البیروني مقبره د افغانستان په غزني ولایت کې واقع ده او په یاد ولایت کې یو له سترو تاریخي او عمومي شتمنيو څخه شمېرل کېږي.