گیاهشناسی
| فارسی | پښتو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
گیاهشناسی یا علوم گیاهی یکی از رشتههای زیستشناسی است که به مطالعه و بررسی زندگی و رشد و نمو گیاهان میپردازد. گیاهشناسی دربرگیرنده شاخههای بسیاری از علوم زیستی است که به بررسی گیاهان، جلبکها و قارچها میپردازند. از زیرشاخههای گیاهشناسی میتوان به ریختشناسی، فیزیولوژی، سیستماتیک و گردهشناسی اشاره نمود.[۱]
تاریخچه [ویرایش]اولین اقدامات مربوط به گیاهشناسی که در حدود ۳۰۰ سال قبل از میلاد نوشته شده دو رساله بزرگ توسط تئوفراستوس (فیلسوف یونانی) دیده میشود: درباره تاریخچه گیاهان (Historia Plantarum) و درباره اهداف گیاهان. این دو کتاب روی هم بیشترین تأثیر را در دوران باستان و قرون وسطی در علم گیاهشناسی داشتهاند. Dioscorides نویسنده رومی شواهد مهمی مبنی بر دانش یونانیان و رومیان درباره گیاهان دارویی ارائه میدهد. رابرت هوک در سال ۱۶۶۵ با استفاده از یک میکروسکوپ ابتدایی، سلول را در چوب پنبه و اندک زمانی بعد در بافت گیاه زنده کشف کرد. او با نگاه به یک برش باریکی از چوب پنبه نوشت : من توانستم تعداد بسیار زیادی منفذ و سوراخ در آن مشاهده کنم که بیشتر شبیه کندوی عسل هستند. این روزنهها یا سلولها عمق زیادی نداشتند اما تعداد بسیار زیادی جعبه کوچک محسوب میشوند. (Leonhart Fuchs) نویسنده آلمانی ، (Conrad Gessner) نویسنده سوئیسی و (Nicholas Culpeper) و (John Gerard) نویسندگان انگلیسی یک کتاب گیاهی منتشر کردند که اطلاعاتی را درباره گیاهان داروئی ارائه میکرد.
پانویس [ویرایش]منابع [ویرایش]
پیوند به بیرون [ویرایش]
|
بوټپوهنه د ژونپېوهنې يا بيالوژۍ يوه څانګه ده. په لنډه توګه يو څه داسې تعريف لري: بوټپوهنه د بوټو د ژوند په هکله يوه ساينسي زده کړه ده. د ژونپوهنې د يوې څانګې په توګه ورته د بوټو ساينس يا پوهه او يا هم د بوټوژونپوهنه وايي چې په انګليسي ژبه د بوټاني په نامه يادېږي. پدې زده کړې کې د بوټو زغښت، رغښت يا جوړونې، برار او ودې په هکله بشپړه پوهاوی او په دغو کې د زاتي توپيرونو څېړنې ته هم بوټپوهنه وايي. بوټي پېژندنه د ډول ډول ګلانو،وښښو، سابو، اغزو او د ونو د دغو بوټو د ودې لپاره برابر چاپېريال، څره، اوبه او نور کمياوي موادو په اړه معلومات ورکوي .
دبوټپوهنې پرمختګ او اړمنتياپه ژونپوهنه کې د بل ژوند د بڼې په پرتله, د بوټو په ژوند باندې له بل اړخ نه کتل کېږي . له ماليکيولي ژونپوهنې نه تر ماليکيولر ،زاتپوهنې (جنېټکس) او ژونکيميا (بايوکمسټري) يا کمياوي پولې پورې د ژواندو (اورګانونو) د سلونو، مساماتو، او نورې برخې لکه د ژواندو بدني تړاؤ (اناټومي)سره سره ېې د بوټو ټولشمېرنه او پخپلو ټولګو کې د ژونپوهنې ليدل کېږي. په دغو هر څېړنيزې پولې باندې يو بوټی پوهاند سره د دغو هر يو څان څان ته په خپلو ټولګو کې د وېشنې لپاره فکر وي چې ورته (ټاکسانومي) وايي ، جوړښت ته ېې د بوټي بدني تړاؤ (پلانټ اناټومي ) يا هم ګړنديتوب ته ېې بيا د بوټي پږني حالت (پلانټ فيزيولوژي ) وايي . په تاريخي لحاظ بوټيپوهنه ټول هاغه څه پخل منځ کې رانغاړي کوم چې پر ځناورو ، يا حيواناتو باندې اړه نلري. پدغو ناځناورو ژواندو کې د فنجای يا (پسکه ) وهونکي ژواندي راځي .( دا په مايکالوجي )څانګه کې لوستل کېږي. (( د بکټريوم، بکټريا ) او د (ويروس) چې بيا د مايکروژونپوهنې پورې تړاؤ لري لوستل کېږي . همداسې په نامه د الګای يو ډول ژواندی دی چې په فيکالوژي کې لوستل يا مطالعه کېږي . ډېری د فنجای (پسکه) ژواندي ، د الګای او نور داسې مکروبونه د بوټېپوهنې سره کوم تړاؤ نه لري خو بيا هم ډېره پاملرنه ورته د بوټيپوهاندو رااوړي . او اکثرآدغه د پسکه وهونکو ژواندي ، الګای ژواندي او بکټريا د بوټي پوهنې په لومړيو تعليمي کورسونو کې رانغاړل شوي وي . د بوټو په اړه تعليم او پوهنه په څو وجو اړينه ده . بوټي په مځکه باندې د ژوند له بنستيزو اړخونو نه يادېږي . بوټي مونږ ته اکسيجن (صفا هوا) ، خواړه ، سپڼسي ،تار يا ريښکۍ ، او دارو درمل جوړوي له همدې نه چې بيا د ژوند بڼه نوره هم پسې د پايښت لپاره سموي . همداسې بوټي کاربون ډای اکسايډ (لوګي)زغمي او په ځانګړې توګه يو ډول زرغون غاز چې ورته وايي د فوټوسنتيسس په وجې. په راتلونکي کې د بوټو په ښه ډول پوهنه به د انسانانو لپاره يو قاطع مسله وي . په تېره بيا بوټي کاربون ډای آکسايډ هم جذبوي، دا ګاز د فوټوساينتېسز په پروسه کې يو اهم ګاز دی. د بوټو په هکله يوه ښه او بشپړه پېژندنه د انساني ټولنو راتلونکي ته اهم مالومات دي چې ددې سره مونږ پدې توانېدی شو چې:
د انسانانو خواړهپه ريښتيا سره ټول خواړه د بوټو نه پلاس راځي. دا يا خو په راسنه توګه له مېوو، بوټو نه جوړ شوو خوړونکو توکو نه او يا هم په غير راسنه توګه د احلي هاغو ځناورو نه پلاس راځي چې په بوټو خوړلو . په بله مانا بوټي د ټولو خواړو بنسټيز دلوهې ځنځير (اشتهايي زنجير) بللی شو، او يا ېې د چاپېريال پوهاندو له اندواند څخه ورته لومړنی ټرافيک لېول. ټوله نړۍ مړولو لپاره اړينه ده چې پدې پوه شو چې څرنګه بوټي خواړه رابرابروي يا له بوټو نه څرنګه خواړه پلاس راځي. همداسې د راتلونکي کهول لپاره د خوړو برابرولو ملاتړ کوي. د بېلګې په توګه... د بوټو د کرنې او پالنې له کبله. ټول بوټي د وګړو لپاره په ګټه نه وي ، ځينې پوچ توکي د کرهڼې لپاره د پاموړ ستونزې بلل کېږي . ددې لپاره دبوټيپوهنې ساينس مونږ ته دا رابرابروي چې د هغو ناوړې اغېزې په نورو بوټو باندې رالږې کړي .که څه هم چې دغه پوچ توکي يا بوټي خپلسري راشنه کېږي کوم چې بيا د چاپېريال لپاره موزر جوړېږي او د چاپېريال دبېرته سمېدو مخ نيوی کوي. در جوته ېې کړۍ چې د پوچ بوټي موده يوه نسبي مفکوره ده او په پراخه توګه داسې راپېژندل شوې ده چې دا پوچ بوټی ساده خو ډېر پياوړی بريالی وي. بوټتوکمپوهنه د بوټو او خلکو تر مېنځ د همدې او يا بل ډول اړيکو زده کړه ده. د ژوند بنسټيزه کړنېبوټي هاغه وړ ژواندي دي چې د ژوندانه د بنسټيزو کړنو څېړنې (لکه د سلولونو وېش، او د پروټينو جوړښت) پرې پرته د کومې خرخشې او ستونزمنې ټاکنې سرته رسي، خو د ژويو او انسانانو په هکله د څېړنې پر وخت دېر ځله اخلاقي پوښتنې رامېنځ ته کېدای شي کوم چې د څېړنې مخنيوی هم کوي. پدې هکله لويه بېلګه د ګرېګور مېنډل څېړنې دي. نوموړي ساينسپوه د نخود د بوټي په هکله د څېړنو په لار کې د جنېټيکي قوانينو بنسټ کېښود. د کومې پوهې بنسټ چې مېنډل ايښی دی هغه د بوټپوهنې نه پرته ناشونی وه. ددې تر څنګ باربارا مک کلېنټوک د جوارو د بوټي په هکله د څېړنې په پايله کې ټوپوهونکي جينونه يا جمپېنګ جينونه راجوت کړل. همداسې نورې بوټپوهنيزې بېلګې هم شته چې د هغوي په هکله څېړنې د ساينس په ډګر کې ډېرو نورو پوښتنو ته ځواب وييلی او د لا نور پوهاوي لاره يې هواره کړې. دارو درملداسې ډېر طبي، نشيي او د ښه وخت تېردونکي دارو درمل لکه د چرسو بوټی، کافي او نيکوټين نېغ په نېغه د بوټو نه لاس ته راځي. اسپرين يو بل داسې مثال دی کوم چې په اصل کې د ولې د ونې ډډ نه په لاس راځي او د درمل جوړونې کړنو وروسته د درملو په توګه کارېږي. داسې ډېرې ناروغۍ دي چې د ډېرو ارزښمنو درملنو سبب يې بوټي دي او لا نوره تمه هم ده چې د همدې بوټو نه به لانورې لاس ته راوړنې هم رامېنځ ته شي. نامتو پارونکي دارو لکه کافي، چاکلېټ، تمباکو او چای دا ټول له بوټو نه لاس ته راځي. ډېري الکولي څښاکونه د ډول ډول بوټو لکه د اوربشو او انګورو د تومنه (تخمير) کولو وروسته جوړېږي. بوټي مونږ ته ډېر طبعي توکي رابرابروي ، لکه پومبه ، لرګي، کاغذ، سپين کتان (سپڼسي) ،د سابو غوړي او هم ځينې ډول رسۍ او ربړ . د توت د بوټو د کرلو پرته د ورېښمو ترلاسه کېدل به ناشونی وي، دا ځکه چې د ورېښمو چينجی د توت په بوټو کې ښه روزل کېږي. پدې وروستيو کې ګني، سويا او نور هغه بوټي چې په لويه کچه په ځان کې د تومنې وړ شکره او يا هم غوړي لري دژواکي-سونګتوکو د سرچینې په توګه کارېدلي، او د انرژۍ همدا سرچينې د فوسل سونګتوکو لپاره اهم الترنتيفونه ګڼل کېږي. ژونډيزل هم وګورۍ. چاپېرياليز بدلونونهد بوټو په مرسته مونږ کولای شو چې زمونږ په چاپېريال کې د ډېرو خواؤ نه رامېنځ ته شوي بدلونونو باندې پوه شو او.
In many different ways, plants can act a little like the 'miners canary', an early warning system alerting us to important changes in our environment. In addition to these practical and scientific reasons, plants are extremely valuable as recreation for millions of people who enjoy gardening, horticultural and culinary uses of plants every day. تاريخپخوانۍ بوټپوهنه (د ۱۹۴۵ زېږيز کال نه مخکې)د بوټي پوهنې د کار په لومړني پړاؤ کې شاؤخوا د ۳۰۰ کاله مخکې ليکل شوؤ تر ټولو غټه رساله تيوفراسوس ليکلې ده. د بوټو په تاريخ کې د (هيستوريه پلانېتروم) او د (ان ده کاؤسوس اف پلانټ ) په نوم اثار ډېر زيات اهميت لري او دغه ليکي (کتابونه) د بوټي پوهنې په ډګر کې تر ټولوبنسټيزه او انتيکه اثار ګڼل کېږي ،دا په شاؤخوا ۴۰ نه تر ۶۰مو کلونو کې ليکل شوي . د روميانو طبيب ليکوال ډيوسکورېډس ډېرې اړينې يوناني او رومي درملنو معلومات او سوبوتونه پکې راټول کړي دي . په کال ۱۶۶۵ کې چې لومړني خشنليد (مايکروسکوپ) کارېده نو رابېرټ هوک په لومړي ځل حجره يا سل په خولپوټي (کارک) کې وموند. ډېر لږ موده وروسته ېې بيا د بوټي په نسج (ټيشو) کې هم وموند. د جرمني ليونهارټ فچ، د سيويس کونراډ ونګېسنر، او د برتانيې دوه ليکوالانو نيکولاس کلپېپر او جان ګېرارډ د حربل په نوم يو ليکي کې ډېر داسې د بوټو له اړخه معلومات راټول کړي وو چې په طب کې ورنه کار اخيستل کېږي . نوې بوټپوهنه(د ۱۹۴۵ نه راپدېخوا)دا هم وګورۍ
Crantz's Classis cruciformium..., ۱۷۶۹
سرچينې
نورې لوستنېد بوټپوهنې په هکله د Popular science ډوله کتابونه
د بوټپوهنې په هکله اکاډميک او ساينسي کتابونه
ISBN ۰-۱۲-۵۰۸۳۸۲-۳ (paperback)
باندنۍ تړنېکينډۍ:Portalpar کينډۍ:Wikibooks
د ګلانو او نورو بوټو ټولګې يا ډاډابېزونه
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||