شاهرخ خان

از ویکی‌پدیا، دانشنامهٔ آزاد
پرش به: ناوبری، جستجو
فارسی پښتو
شاهرخ خان

شاهرخ خان(هندی:शाहरुख़ ख़ान، انگلیسی:Shahrukh Khan)متولد ۲ نوامبر ۱۹۶۵، هنرپیشه هندی در بالیوود است.

او در دهلی‌نو پایتخت هندوستان متولد شد با نام مستعار سلطان خان با قد ۱۷۵ که بیش از ۵۵ فیلم و مجموعه تلویزیونی در کارنامه خود دارد. اولین فیلم او یک کار تلویزیونی با نام آنی جیوس ایت توس آنس این ویچ بود.

زندگی خصوصی و تحصیلات [ویرایش]

شاهرخ خان در سال ۱۹۶۵ در خانوادهٔ مسلمان[۱] و پشتون در دهلی به دنیا آمد [۲] البته پیش از او شهناز پا به این خانه گذاشته بود و پنج سال تمام تنها فرزند و دختر یکدانه پدر و مادر بود. پدر شاهرخ از فعالان استقلال هندوستان در پیشاور (پاکستان کنونی) بود که پیش از تقسیم هندوستان (جدایی پاکستان) به دهلی آمد. اصلیت خانوادگی پدربزرگ او به افغانستان می‌رسید. مادرش لطیف فاطمه هم دخترخوانده شاه‌نواز خان از فرماندهان ارتش هند و اهل راولپندی در پنجاب (پاکستان کنونی) بود. خانواده آن‌ها وضعیت اقتصادی متوسطی داشتند اما در حال حاضر او یکی از گرانقیمت‌ترین ستارگان سینمای هند با دستمزد افسانه‌ای است. شاهرخ خان علاقه‌مند به تحصیل و ورزش روزی می‌رفت تا به عنوان یک ورزشکار حرفه‌ای فعالیت کند و شاید کمتر کسی بداند او روزگاری کاپیتان تیم ملی کریکت هندوستان بود. اما به درخواست والدین خود در رشته اقتصاد و در دانشگاه هنسراج دهلی‌نو به تحصیل پرداخت لیسانسش را گرفت و وارد رشته فیلمسازی شد و مدرک فوق لیسانس خود را در این رشته گرفت. او دو فرزند دارد: پسرش آریان نام دارد و دخترش سوهانا.

یک شب به پیشنهاد یکی از دوستانش به یک مهمانی مفصل دعوت شد و در آنجا ستاره اقبالش در چشمان گوری چیبر دانش آموخته مدرن‌اسکول، گره خورد این آشنایی در اندک زمانی به ازدواج ختم شد. گوری شدیدا یا بازیگری مخالف بود و اصلا نمی‌خواست تا شاهرخ خان در سینما پا بگیرد اما او راه خود را یافته بود و بازی در سریال تلویزیونی را آغاز کرد.

زندگی حرفه‌ای [ویرایش]

شاهرخ خان در حال تبلیغ محصولات یک شرکت انتشاراتی

شاهرخ به جایی نرسیده بود تا اینکه در سال ۹۱ با یکی از دوستانش وارد بمبئی می‌شود و مورد توجه هیمامالینی ستاره زن آن زمان روزگار قرار می‌گیرد هیما می‌خواهد تا او بازیگر اولین فیلمی باشد که کارگردانی می‌کند. ۱۲ سال بعد پس از آن فیلم شاهرخ خان به سوپراستار سینمای هند بدل می‌شود.

در ۲۵ اکتبر ۱۹۹۱ با گوری خان ازدواج می‌کند. در ومدرسه سنت کلمبا در دهلی نو برنده جایزه شمشیر افتخار می‌شود این جایزه مخصوص بهترین شاگرد بود. سال ۱۹۹۰ بهترین ستاره هند شد. در فیلمهای آدیتا چو پرا بدون خواندن فیلمنامه بازی می‌کند. زوج سینمایی وی کاجول بود.

در سال ۲۰۰۹ وی درحالی که به تازگی از هواپیما پیاده شده تا به جمع طرفدارانش در آمریکا برود دستگیر شد و ۶۶ دقیقه مورد باز جویی قرار گرفت.

هم اکنون شاهرخ پرطرفدارترین بازیگر جهان است[بدون منبع ۳ نوامبر ۲۰۱۱] و در رده بندی قدرتمند ترین مردان جهان (سیاسی، اجتماعی)ردهٔ ۴۲ را دارا می‌باشد.[بدون منبع از ۳ نوامبر ۲۰۱۱]

شاهرخ خان یک کمپانی تولید فیلم به نام دریمز آنلیمیتد را اداره می‌کند البته در اداره آن با جو یی چاولا و عزیز میرزا همکار و شریک است. سال ۲۰۰۴ از سوی مجله تایم یکی از بهترین بازیگران هند لقب گرفت. در فیلم گاهی خوشی گاهی غم پسرش آریان نقش کودکی شاهرخ خان را بازی می‌کند. وی تا به حال برندهٔ 8بار جایزه بهترین بازیگر نقش اول مرد از جشواره فیلم فیر شده‌است. فیلم‌هایی که شاهرخ خان برای آن‌ها جایزهٔ بهترین بازیگر نقش اول مرد را بدست اورده عبارتند از:

- بازیگر(۱۹۹۳)

- دلواله دولهانیا له جاینگه(۱۹۹۵)

- دل تو پاگل هه(۱۹۹۷)

- کوچ کوچ هوتا هه(۱۹۹۸)

-دوداس(۲۰۰۲)

- سوادس(۲۰۰۴)

- چک ده انیدیا(۲۰۰۷)

-مای نیم ایز خان(۲۰۱۰)

منابع [ویرایش]

  • مشارکت‌کنندگان ویکی‌پدیا، «Shahrukh Khan»، ویکی‌پدیای انگلیسی، دانشنامهٔ آزاد (بازیابی در ۱۶ اکتبر ۲۰۰۸).

شاهرخ خان
بديل=
شاهرخ خان د TAG Heuer په خبري غونډه کې.
زېږېدنه 2 نومبر 1965 (1965-11-02) (عمر 47)
نوې ډهلي, هند
استوګنځای ممبای, ماهاراشترا, هند[1]
نور نومونه King Khan, SRK, The Baadshah of Bollywood[2]
The king of romance[3]
مسلک لوبغاړی, تولیدونکی, تلویزیون وړاندې کونکی
د فعاليت کالونه 1988–تر اوسه
ماندينه/خاوند ګوري خان (1991–تر اوسه)

شاه رخ خان (په انګرېزۍ کې: Shah Rukh Khan,هندي: शाहरुख़ ख़ान), په ۲ د نومبر، ۱۹۶۵ لمريز کال کې زېږېدلی. دی د باليووډ تر ټولو تکړه لوبګر، پروډيوسر او د ټلويزون کوربه هم دی.
شاه رخ خان خپله منډه په ۱۹۸۰ کې په ډرامو سيريلونو کې د ښکاره کېدو نه پېل کړه. ده خپل د فلمونو پېل د بريالي سوداګريز فلم ديوانا (۱۹۹۲) نه وکړو. تر هغه وروسته، ده په ډېرو برياليو سواداګريزو کې برخه اخيستې او ډېر په زړه پورې او ښه کار يې کړی. تر اوسه ده په هندي فلم انډسټرۍ کې د تکړه لوبغاړي ۷ فلمفير اېوارډونه اخيستي او په سينيما کې يې ډېر بری ترلاسه کړی. دل والی دلهنيا لی جاينګی (۱۹۹۵)، کچ کچ هوتا هی (۱۹۹۸)، چک دی انډيا (۲۰۰۷) او اوم شانتي اوم (۲۰۰۷) د باليووډ تر ټولو لويې برياوې دي. کبهي خوشي کبهي غم (۲۰۰۱)، کل هو نا هو (۲۰۰۳)، وير-زارا (۲۰۰۴) او کبهي الوېدا نا کهنا (۲۰۰۶) هم په بهرنيو مارکيټونو کې سترې برياوې ترلاسه کړي. له ۲۰۰۰م راهيسي، شاه رخ خان د فلمونو پروډکشن او ټلوېژن کې راتګ هم پېل کړی.

نيوليک

ژوندليک

شاه رخ خان په اره په يوې پښتنې کورنۍ کې زيږېدلی، د پلار نوم يې تاج محمد خان او د مور نوم يې لطيف فاطمه دی. [4] دی وروسته بيا په نوي ډهيلي کې لوی شوی دی. د شاه رخ خان کورنۍ په اره د پېښور د کيسه خوانې بازار د سيمې ده، چې د هند او پاکستان د بېلېدو نه مخکې هندوستان کې مېشت شوي. [5] شاه رخ خان د سېنټ کولمبيا سکول نه فارغ شوی چې بيا وروسته يې له ۱۹۸۵ نه تر ۱۹۸۸ پورې د هانسراج په پوهنځي کې زدکړې کړي او د اقتصاد په څانګه کې يې برېليک ترلاسه کړی. هغه بيا د مېس کميونيکېشن يا ډله ايزې مخابرې په څانګه کې د ماسټري د ترلاسه کولو په تکل جامعه ملي اسلاميه پوهنتون کې په زدکړو پېل وکړ. په ماشومتوب کې يې خپلې چوټيانې په حېدراباد کې تېرولې، دا هغه ځای دی چې د هغه د مور کورنۍ په کې اوسيږي. نوموړي د ګوري خان سره واده کړی او دوی دوه ماشومان لري، د ځوی نوم يې ارين خان دی او د لور نوم يې سوهانا خان دی.
شاه رخ خان د ماشومتوب نه د يو هر اړخيزه وړتوبونو خاوند وو او کله چې په سېنټ کولمبيا ښوونځي کې وو، نو د درسونو تر څنګ به په سپورټ او ډرامه کې هم تر ټولو ځلېده. هغه په ډېر وړکينې د «د پت توره» اېوارډ ګټلی وو، دا هغه جايزه وه چې د ښوونځي تر ټولو هغه پياوړي زده کوونکي ته ورکول کېده چا چې به د ښوونځي په هر يوه ډاګي کې لاس درلوده او پدې توګه به يې د ښوونځي روحي فضا لوړه ساتله.هغه د Z-18 د ښوونځي د ملي-بس، چې د ښوونځي نه تر سهيلي ډهېلي پورې د وړلو او راوړلو لاره پرې لنډه وه، مشر هم وه. همدغه ملي-بس به راهول دېو او موکول دېو، چې دواړه لوبګران دي، هم ښوونځي ته رسول.

کاري ژوند

د لوبګر په توګه

اکشن ګروپ کې زده کړې. په ۲۰۰۷ کې، جون د خپل پخواني زده کوونکي په اړه داسې څرګندونه وکړه:

د شاه رخ خان د راتلونکي بريالی پرمختګ او سمبالونه د هغې خپل برکت دی.

شاه رخ خان خپل د لوبګرۍ پېل په ۱۹۸۸ کې د ټلوېژني سيريال فوجي څخه وکړو چې د کمانډو ابهيمانيو راې رول يې په کې لوبولی وو. دی په داسې نورو سيريلونو کې هم ښکاره شو، چې د يادونې وړ ښکارېدنه يې په ۱۹۸۹ کې په سېرکس (چې عزيز مرزا ډاېرېکټ کړی وو) کې وکړه. دا سيريل د سېرکس د لوبغاړو د ژوند ښکارندوی وو. په همدې کال، شاه رخ خان د ټلوېژن لپاره جوړ شوي د انګريزي ژبې فلم، اېن وېچ اني ګېوز اېټ دوز ونز، کې هم يو وړوکی رول لرو. دا ټلوېژني فلم په ډهيلي يونيورسټۍ کې د ژوند په اړه وو او اروندهتي راې ليکلی وو.

د خپل مور او پلار د مړينې څخه وروسته، شاه رخ خان په ۱۹۹۱ کې له ممبېي نه نوي ډهيلي ته راغی. خپل د باليووډ د فلمونو پېل يې له ديوانا (۱۹۹۲) څخه وکړو. دې فلم په سېنيما کې ډېر بری وموند، او دا په باليووډ کې د ده د پرمختګ پېل وو. په دې فلم کې د ښې لوبګرۍ له امله ده د فلمفير غوره پېلوونکي سړي اېوارډ وګټو. د هغې د دوېم فلم، مايا مېمساب، په سر لږ څه لانجه رامنځته شوه ځکه چې دی په دې فلم کې په يو څرګند سېکس برخه کې ښکاره شوی وو.

په ۱۹۹۳ کې، شاه رخ خان د ځوروونکي مين او وژوونکي لوبګر په توګه راڅرګند شو او په دې يې شهرت وموند، ځکه چې ده به ورانکارو رولونو کې لوبګري کوله. په ځانګړې توګه، په ډر او بازيګر کې يې داسې رولونه ترسره کړي. ډر د يش راج او د هغې د سرليک يش راج فلمز سره د شاه رخ خان لمړی ګډ فلم وو، چې په باليووډ کې ترټولو لويه پروډکشن کمپنۍ ده. بازيګر، چې شاه رخ خان په کې د يو ناڅرګند بدله اخيستونکي په توګه ښکاره شوی چې خپله مينه وژني، د ده کتونکي اريان کړل. بيا هم، د دې فلم له امله شاه رخ خان خپل لمړی فلمفير غوره لوبګر اېوارډ وګټو. په همدې کال، شاه رخ خان د کوندن شاه په کبهي ها کبهي نا کې د يو ځوان سندرغاړي رول ولوبولو، چې د دې په سر يې د ښه لوبګرۍ لپاره د فلمفير کرېټېکس اېوارډ وګټو. شاه رخ خان وايي چې دا د هغه تر خپل ټولو فلمونو زيات خوښيږي. په ۱۹۹۴ کې، شاه رخ خان يو ځل بيا په انجام فلم کې د ځوروونکي مين په توګه رول ولوبولو. که څه هم دې فلم په سېنيما کې دومره بری ونه موند، خو شاه رخ خان د دې له امله د فلمفير غوره ورانکاري اېوارډ وګټو.

په ۱۹۹۵ کې، شاه رخ خان د اديتيه چوپړا لخوا ډاېرېکټ شوي لومړي فلم، دل والی دلهنيا لېجاينګی، چې په سوداګريزه توګه يې ډېر بری ترلاسه کړ، کې رول ولوبولو، چې له امله يې خپل دوېم د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ وګټو. دل والی دلهنيا لېجاينګی په ۲۰۰۷ کې د ممبېي په سېنيماګانو کې خپل دولسم کال ته ننوت. تر هغه وروسته، دې فلم د ۱۲ بيلينو روپو نه زياته ګټه کړې وه، چې د ډېرو برياليو او لويو فلمونو په لړ کې يې ودراوه.

۱۹۹۶ د شاه رخ خان لپاره د خواشينۍ نه ډک کال وو، ځکه چې په دې کال کې د هغه ټول خوشې شوي فلمونه په سېنيما کې سم ونه چلېدل. د هغې د ۱۹۹۷ لمړۍ خوشېينه، چې د يش چوپړا دل تو پاګل هی فلم وو، د هغې کال د دوېم لوی ډېر ګټه جوړوونکي فلم په توګه راڅرګند شو، او هغې خپل درېم د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ وګټو. په همدې کال، هغې د سوبهاش ګاېې د پردېس – د همدې کال ډېر لوی بری موندونکی فلم– له امله بری وليد. د عزيز مرزا يس بوس هم داسې وو.

په ۱۹۹۸ کې، شاه رخ خان د کرن جوهر لخوا ډاېرېکټ شوي لومړي فلم، کچ کچ هوتا هی، کې لوبګري وکړه، چې د دې کال د لويو بري موندونکو فلمونو څخه وو. په دې فلم کې د خپلې ښې لوبګرۍ له امله يې په فلمفير کې د غوره لوبګر څلورم اېوارډ وګټو. د مني رتنم په دل سی کې د ښې لوبګرۍ له امله يې ډېره ستاېنه په برخه شوه. په هندي سېنيماګانو کې دا فلم دومره ونه چلېدو، خو په بهر کې يې ډېر سوداګريز بری وموند. په ۱۹۹۹ کې د شاه رخ خان يواځېنۍ خوشېينه، بادشاه، يو منځنی ګټه جوړوونکی فلم وو.

په ۲۰۰۰ کې، شاه رخ خان د اديتيه چوپړا په دوېم فلم، محبتی، کې د امېتاب بچن سره په ګډه لوبګري وکړه. دا فلم په سېنيماګانو کې ښه وچلېدو، او د خپلې ښې لوبګرۍ له امله يې په فلمفير کې د ښې لوبګرۍ لپاره د کرېټېکس اېوارډ وګټو. هغې د منصور خان په جوش فلم کې هم لوبګري وکړه، چې دا هم يو بريالی فلم وو. په همدې کال، شاه رخ خان د جوهي چاولا سره خپله پروډکشن کمپنۍ، ډريمز انلېمېټډ، جوړه کړه. شاه رخ خان او جوهي چاولا دواړو د هغوی د پروډکشن کمپنۍ په لومړي فلم، پهر بهي دل هی هندوستاني، کې لوبګري وکړه. شاه رخ خان د کمال حسن په هی رام فلم کې هم ملاتړی رول ولوبولو. که څه هم په سېنيماګانو کې دومره ونه چلېدو، خو د دې فلم له امله يې ستاېنه په برخه شوه. دا فلم د انډيا لخوا د اوسکرز لپاره نومول شوی وو.

په ۲۰۰۱ کې، شاه رخ خان د کرن جوهر سره يو ځل بيا په کورنۍ ډرامه، کبهي خوشي کبهي غم، کې لوبګري وکړه. دا د همدې کال دوېم لوی بريالی فلم وو. د تاريخي فلم، اسوکا، له امله يې هم ډېرې ښې څرګندونې په برخه شوې. په دې فلم کې شاه رخ خان د ټولواکي اسوکا رول لوبولی دی. په ۲۰۰۲ کې، د سنجی ليلا بنسالي په دېوداس فلم کې د لوبګري کولو له امله د شاه رخ خان ډېره ستاېنه او تود هرکلی وشو. دا فلم د شرت چندرا چټوپډيايي په همدې نوم د ناول نه د هندي فلمونو لپاره درېمه اخيستنه وه، او د هغې کال د لويو برياليو فلمونو څخه وو. شاه رخ خان د سلمان خان او مادهوري ډېکشټ سره په کورنۍ ډرامه، هم تمهارې هی صنم، کې هم لوبګري وکړه، چې په سېنيماګانو کې ښه وچلېدو.

په ۲۰۰۳ کې، شاه رخ خان په منځني توګه بريالي رومېنټک فلم، چلتی چلتی، کې لوبګري وکړه. په همدې کال، هغې په بل رومېنټک ډرامه فلم، کل هو نا هو، کې لوبګري وکړه. دا فلم کرن جوهر ليکلی وو او نېکېل اډواني ډاېرېکټ کړی وو. په دې فلم کې د شاه رخ خان لوبګري، چې د زړه د ناروغ په توګه يې کار کړی وو، ډېره خوښه او وستاېل شوه. دا فلم په انډيا او په بهر دواړو کې د همدې کال د لوی بريالي فلم په توګه راڅرګند شو.

۲۰۰۴ د شاه رخ خان لپاره په هره توګه يو ښه کال وو. هغې په دې کال د فراح خان لخوا په لومړي ځل ډاېرېکټ شوي فلم، می هو نا، کې لوبګري وکړه. دا فلم په سېنيماګانو کې ښه وچلېدو. هغې وروسته د يش چوپړا په وير-زارا، چې په انډيا او بهر دواړو کې د ۲۰۰۴ تر ټولو لوی بريالی فلم وو، کې د وير رول ولوبولو. په دې فلم کې د ښې لوبګرۍ له امله شاه رخ خان د اېوارډونو په ډېرو مراسمو کې اېوارډونه وګټل. په همدې کال، د اشوتوش ګوارېکر د سوادېس لپاره دی ډېر وستاېل شو. که څه هم دا فلم په سېنيماګانو کې ونه چېلدو، خو شاه رخ خان د دې فلم له امله خپل شپږم د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ وګټو. دی د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ لپاره د خپل درې واړو فلمونو لپاره نومول شوی وو، خو د سوادېس لپاره يې وګټو.

په ۲۰۰۵ کې د شاه رخ خان يواځېنۍ فلمي خوشېينه خيالي فلم، پهېلي وو. که څه هم دې فلم په سېنيماګانو کې دومره بری ونه موند، خو د دې فلم په سر يې هم ډېره ستاېنه ترلاسه کړه. دا فلم د انډيا لخوا د اوسکرز لپاره نومول شوی وو. په ۲۰۰۶ کې، شاه رخ خان د څلورم ځل لپاره بيا د کرن جوهر سره په ګډه د کبهي الوېدا نا کهنا لپاره لوبګري وکړه. دې فلم په انډيا او په بهرنيو مارکېټونو دواړو کې ډېر بری وموند او په بهرنيو مارکېټونو کې د باليووډ تر ټولو لوی بريالی فلم شو. د هغې دوېمه فلمي خوشېينه ډان، چې د ۱۹۷۸م کال د بريالي فلم ډان بيا جوړونه وه، ډېر بری وموند. شاه رخ خان په دې فلم کې مهم جګړيز رول لوبولی.

په ۲۰۰۷م کې د شاه رخ خان لومړۍ فلمي خوشېينه د انډيا د ښځو د ملي هاکي ډلې په اړه وه. دې فلم، چک دی انډيا، د ۶۳۹ ميلينو روپو نه زياته ګټه جوړه کړه او په انډيا کې د ۲۰۰۷م کال درېم ډېره ګټه جوړوونکی فلم شو. په دې فلم کې د ډلې د لارښود په توګه د لوبګرۍ کولو له امله، شاه رخ خان خپل اووم د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ وګټو. شاه رخ خان د فراح خان د ۲۰۰۷م فلم، اوم شانتي اوم، کې هم کار وکړو. دا د همدې کال تر ټولو زياته ګټه جوړوونکي فلم په توګه راڅرګند شو، او د همدې له امله شاه رخ خان په فلمفير کې د غوره لوبګر لپاره ونومول شو.

د پروډيوسر په توګه

شاه رخ خان هغه مهال پروډيوسر شو چې په ۱۹۹۹ کې يې د جوهي چاولا او ډاېرېکټر عزيز مرزا سره يوه پروډکشن کمپنۍ، چې ډريمز انلېمېټډ نومېده، جوړه کړه. هغه دوه لمړني فلمونه چې ده پروډيوس کړي وو او په خپله يې په کې کار هم کړی وو، چې پهر بهي دل هی هندوستاني (۲۰۰۰) او اسوکا (۲۰۰۱) نومېدل، په سينيما کې ناکام شول. خو د هغې درېم فلم، د پروډيوسر او لوبګر په توګه، چلتی چلتی (۲۰۰۳)، د ده د کمپنۍ لومړنی داسې فلم وو چې په سينيما کې يې ډېر زيات بری ترلاسه کړ. په ۲۰۰۴ کې، هغې يوه بله پروډکشن کمپنۍ، چې رېډ چيليز اېنټرټېنمنټ نوميده، جوړه کړه او می هو نا يې پروډيوس او په خپله يې په کې د لوبګر په توګه کار وکړو، چې دا هم يوه ستره بريا وه. په ۲۰۰۵ کې هغه يو بل خيالي فلم پهېلي پروډيوس او په خپله يې په کې د لوبګر په توګه دنده ترسره کړه، چې په سينيما کې پاتې راغی. دا د انډيا لخوا د اوسکرز په غوره بهرني فلم نومونې کې رسمي ننوت وو، خو په وروستۍ ټاکنه کې يې بری ونه موند. په همدې کال ده يو بل فلم، چې کال نومېده، له کرن جوهر سره په ګډه پروډيوس کړو او د همدې فلم په يوې سندره کې د ملاېکا اروړا خان سره ښکاره شو. کال په منځنۍ توګه په سېنيما کې بريا ترلاسه کړه. اوسنی فلم اوم شانتي اوم، چې په خپله يې پروډيوس کړی او د لوبګر په توګه په کې هم ښکاره شوی، په سېنيما کې ډېر ښه وچلېدو. په ۲۰۰۸ کې، رېډ چيليز اېنټرټېنمنټ په انډين پرېمير ليګ کې د کولکته ناېټ راېډرز خاوند شو. په ياده دې وي چې د دوی ټيم سږ کال بريا ترلاسه نه کړه.

د ټلوېژن کوربه په توګه

په ۲۰۰۷ کې، شاه رخ خان د کون بنېګا کروړ پتي، چې د هو وانټس ټو بي ای ملينير هندي لمسېه ده، د درېم پړاو د کوربه په توګه د امېتاب بچن ځاېناستی شو. امېتاب بچن د ۵ کالو لپاره د ۲۰۰۰-۰۵ پورې د دې ښودنې کوربه پاتې شوی وو. په ۲۲ جنوري، ۲۰۰۷، کون بنيګا کروړ پتي، چې شاه رخ خان يې نوی کوربه وو، خپره شوه او وروسته بيا په ۱۹ اپرېل، ۲۰۰۷ کې ختمه شوه. په ۲۵ اپرېل، ۲۰۰۸، شاه رخ خان د کيا اپ پانچوي پاس سې تېز هی ښودنې کوربه توب پېل کړ، چې د ار يو سمارټر دېن ای ففد ګرېډر هندي لمېسه ده. په ياده دې وي چې دا دواړه ښودنې، کيا اپ پانچوي پاس سې تېز هی او کون بنېګا کروړ پتي، په سټار پلس خپرېدل.


اېوارډونه او نومېدنې

آرنۍ ليکنه: د شاه رخ خان د اېوارډونو او نومېدنې لړ

فلموګرافي

لوبګر

کال سرليک دنده يادښت
۱۹۹۲ ديوانا راجا ساهاي ګټونکی, د فلمفير غوره پېلوونکي سړي اېوارډ
چمتکار سندر سريوستوا
راجو بن ګيا جنټلمن راجو (راج ماټور)
دل اشنا هی کرن
۱۹۹۳ مايا مېمساب للېت کومار
کنګ انکل انيل
بازيګر اجی شرما/ويکي ملهوترا ګټونکی, د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
ډر راهول مهرا نومېدنه، د فلمفير غوره ورانکاري اېوارډ
کبهي ها کبهي نا سنيل ګټونکی، د فلمفير کرېټېکس اېوارډ د ښه لوبګرۍ لپاره
نومېدنه, د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
۱۹۹۴ انجام وېجی اګنېهوتري ګټونکی، د فلمفير غوره ورانکاري اېوارډ
۱۹۹۵ کرن ارجون ارجون سنګ/وېجی
زمانا ديوانا راهول ملهوترا
ګوډو ګوډو بهادر
وه ډارلنګ! يی هی انډيا هيرو
دل والی دلهنيا لېجاينګی راج ملهوترا ګټونکی، د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
رام جانی رام جاني
ترېمورتي رومي سنګ/بهولي
۱۹۹۶ انګلش بابو ديسي مېم ويکرم/هاري/ګوپال ميور
چاهت روپ راټوړ
ارمي ارجون ځانګړې ښکارېدنه
دشمن دنيا کا بدرو
۱۹۹۷ ګدګدي ځانګړې ښکارېدنه
کوېلا شنکر
يس بوس راهول جوشي نومېدنه، د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
پردېس ارجن ساګر
دل تو پاګل هی راهول ګټونکی، د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
۱۹۹۸ ‌ډوپليکېټ ببلو چهودري/منو دادا نومېدنه، د فلمفير غوره ورانکاري اېوارډ
اچانک پخپله ځانګړې ښکارېدنه
دل سی امرکنټ ورما د "يويري" په نوم په ټامېل ژباړل شوی
د "پرېما تو" په نوم په ټېلېګو ژباړل شوی'
کچ کچ هوتا هی راهول کهنا ګټونکی، د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
۱۹۹۹ بادشاه راج هيرا/بادشاه نومېدنه، د فلمفير غوره ټوکار اېوارډ
۲۰۰۰ پهر بهي دل هی هندوستاني اجی بکشي
هی رام امجد علي خان هممهاله په ټامېل کې هم د هی رام په نوم جوړ شو
د انډيا لخوا په اوسکرز کې رسمي ننوتنې
جوش مېکس
هر دل جو پيار کرېګا راهول ځانګړې ښکارېدنه
محبتی راج ارين ملهوترا ګټونکی د فلمفير کرېټېکس اېوارډ د ښه لوبګرۍ لپاره
نوميدنه، د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
ګجا ګامېني پخپله ځانګړې ښکارېدنه
۲۰۰۱ ون ۲ کا ۴ ارون ورما
اسوکا اسوکا د "سمرت اسوکا" په نوم په ټامېل ژباړل شوی
کبهي خوشي کبهي غم راهول راېچند نومېدنه، د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
۲۰۰۲ هم تمهارې هی صنم ګوپال
ديوداس دېوداس مکرجي ګټونکی'، د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
د انډيا لخوا په اوسکرز کې رسمي ننوتنې
شکتي: ده پاور جېسنګ ځانګړې ښکارېدنه
ساتهيا يشونت راو وړه دنده
۲۰۰۳ چلتی چلتی راج ماټور
کل هو نا هو امن ماټوړ نومېدنه، د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
۲۰۰۴ يی لمهی جدايي کي دوشنت
می هو نا رام پرساد شرما نومېدنه، د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
وير-زارا وير پرتاپ سنګ نومېدنه، د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
سوادېس موهن برګوا ګټونکی، د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
د "دېسم" په نوم په ټامېل ژباړل شوی
۲۰۰۵ کچ ميټها هو جایی پخپله ځانګړې ښکارېدنه
کال کال دهمال سندره کې ځانګړې ښکارېدنه
سلسلی ستردار جب جب دل ملی سندره کې ځانګړې ښکارېدنه
پهېلي کرېشنلال/سايه يا بوت د انډيا لخوا په اوسکرز کې رسمي ننوتنې
ده اېنر اېنډ اوټر ورلډ اف شاه رخ خان پخپله د برتانوۍ ليکوالې او ډاېرېکټرې نصرين مني کبير لخوا ډاېرېکټ شوی مستند فلم
۲۰۰۶ الګ په سب سی الګ سندره کې ځانګړې ښکارېدنه
کبهي الوېدا نا کهنا ديو سارن نومېدنه، د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
ډان - ده چېز بېګېنز اګېن وېجی/ډان نومېدنه، د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
اېې سي يو صبح صبح سندره کې ځانګړې ښکارېدنه
۲۰۰۷ چک دی انډيا کبير خان ګټونکی، د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
هی بېبی راج ملهوترا مست کلندر سندره کې ځانګړې ښکارېدنه
اوم شانتي اوم اوم پرکاش مکېجا/اوم کپور نومېدنه، د فلمفير غوره لوبګر اېوارډ
۲۰۰۸ کرېزي ۴ په برېک فري سندره کې ځانګړې ښکارېدنه'
بهوتنات اديتيه شرما ځانګړې ښکارېدنه
دلها مل ګيا راج جوړيږي
بېلو باربر جوړيږي
رب نې بنا دي جوړي 2010

پروډيوسر

سندرغاړی

سټنټس لارښود

ټلوېژني ښکارېدنه

اخځونه

  1. "Bandra Muslims to defend SRK, Mannat from Sena". MiD DAY. 4 February 2011. http://www.mid-day.com/news/2010/feb/040210-bandra-muslims-defend-srk.htm. Retrieved 30 October 2011. 
  2. Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified Bollywood Badshah bats for tech magic at 42nd film festival : Bollywood News - India Today. Indiatoday.intoday.in. URL accessed on 2011-12-13.
  3. Error on call to template:cite web: Parameters url and title must be specified I am not a romantic: Shah Rukh Khan - Times Of India. Articles.timesofindia.indiatimes.com. URL accessed on 2012-01-01.
  4. The Shah Rukh Connection
  5. Rediff News Gallery: The Shah Rukh Khan Connection

باندنۍ تړنې

دا هم وګورﺉ